د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: ښځو ته د کار او زده کړو فرصتونه پراخ شوي



نجیب الله الوخیل

په خوست ولایت کې دښځو او نجونو لپاره په دې وروستیو وختونو کې د کار او زده کړو یو شمیر نوي فرصتونه برابر شوي، چې په دې سره د ښځو په اقتصادي او ټولنیز ژوندانه کې پرمختګ رامنځته شوی دی، خو په نوموړي ولایت کې د مدني ټولنې یوشمیر ښځینه فعالینې وايي، چې په یادو برخو کې لا هم یو شمیر ستونزې پرځای پاتې دي. د بیلګې په توګه خلک خپلې لوڼه د عمر په ډېرېدو له ښوونځیو خارجوي، خپلې نجونې په لوړ ولور ودوي، کورنۍ په بیدیا کې خپلو لوڼو ته د کارکولو اجازه نه ورکوي.


په دې وروستیو کلونو کې په خوست کې د ښځو او نجونو لپاره د پخوا په پرتله دکار او زده کړې یو شمیر ښه شرایط برابر شوي دي. په خوست کې دا مهال نږدې اتیازره نجونې په ښوونځیو کې زده کړې کوي او یو شمیر نجونو لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړې او عملاً دلوړولو زده کړو په موسیسو او پوهنتونونو کې په تحصیل بوختې دي. په دې ځای کې که ښځې له یوې خوا په ښوونځیو کې د ښوونکیو په توګه دندې پرمخ وړې. بلخوا په لسګونو نجونې او میرمنې په روغتونونو او کلینکونو کې هم دندې لري او تر ټولو مهمه پرمختیا دا چې اوس یو شمیر ښځې په ملکي او پوځي ادارو او غیر دولتي موسیساتو کې هم دندې اجراء کوي. د فاطمې په نوم یوه پیغله په خوست کې د ښځو لپاره د کار او زده کړو د یو شمیر نویو او ښو شرایطو خبره کوي:

((د خوست خویندو لپاره د کار ډیره زمینه مساعده شویده ،خصوصاً په مرکز کې په موسساتو کې کار کوي، په ښوونځیو کې دوی استادانې دي، د نرسینګ لپاره کورسونه او پروګرامونه دي چې موږ تقریباً په خوست کې دوه سوه نرسې لرو، په خوست کې د مور او ماشوم مړینه هم ډیره راټیټه شویده. په کلیو کې هغه خویندې چې نالوستې دي. دوی لپاره دموسساتو او معارف له طرفه څانګې جوړې شویدي او دوی کولای شي پکې زده کړې وکړي.))

د مدني ټولنې فعاله کامله اکبري هم وايي، چې اوسمهال تر پخوا زیات د ښځو په ټولنیز او اقتصادي ژوندانه کې ښه والۍ رامنځته شویدی او د خلکو او کورنیو په شعور کې دا پرمختګ ترسترګو کیږي چې خپلې لوڼه ښوونځیو ته شاملوي:

((په خوست ولایت کې به داسې ووایو ،چې په اقتصادي برخه کې دښځو څلویښت سلنه ستونزې کمې شویدي، مثلاً زموږ هغه خویندې چې تعلیم يې کړی وي او پوهه سمبالې وي یا هغه نجونې چې په کورونو کې ژوند کوي او خپل کورني مسوولیتونه ترسره کوي. خوشبختانه اوس زموږ کورنۍ په دومره څه پوۍ شویدي چې خپلې لوڼه مکتبونو ته داخلوي. زه داسې وایم چې د ښځو حالت د پخوا په پرتله ښه شویدی.))

د ولایتي شورا وکیله حکمینه حاجۍ په خوست کې دښځو لپاره دسواد زده کړې کورسونه او حرفوي زده کړې اغیزمنې بولي او زیاتوي، چې د ښځو اقتصادي ژوند ښه شویدی. د اغلې حکمینې په وینا دا چې دخوست خلک دعمر په زیاتوالي سره خپلې خویندې او لوڼه له ښوونځیو خارجوي یوه مهمه ستونزه بولي:

((هغه ستونزې چې تر اوسه پاتې دي یوه يې دولور ستونزه ده چې نجونې په لوړ ولور ورکول کیږي ،ځنې ستونزې داسې دي ،چې تر شپږم ټولګي پورې يې ښوونځي ته پریږدي او له هغه وروسته دتعلیم اجازه نه ورکوي ،خو دا دشکاره جوړول ،دچرګوساتنه او پونې کول هم یوه ګټه ده ،چې مینې پرې پنځه ورځې خپل اولاد ښوونځي ته استولی شي او یا خپلې لوڼه مکتب ته پرې لیږي او ګزاره يې پرې کیږي.))

دښځو چارو رئیسه خاور امیري وايي، چې دوی په یو شمیر میرمنو دجامو ګنډلو ماشینونه او یو شمیر نور وسایل او توکي ویشلي،چې دوی پرې خپلواک کاروبار کوي او دمیرمنو په ځان بسیاینه کې ګټور تمام شوي دي:

((مخکې به یوه یا دوې جینۍ له یوې ولسوالۍ ښوونځي ته تللې ،خو اوس له ولسوالیو دنجونو موټرونه ډکوي او حتی په ولسوالیو کې يې دنجونو ښوونځیو ته اچولي دي ،بل يې اقتصادي تغیرات دي ،موږ تیر کال ښځو ته دجامو ګنډلو سل ماشینونه وسپارل. په دې ماشینونو خویندې په خپلو کورونو کې یا بړستن جوړوي یا لیاف جوړوي یا بالښتونه جوړوي، دسبزیجاتو دوچولو ماشینونه دي ،چې د لرګي نه جوړ شویدي.))

دیادونې وړ ده که څه هم دخوست په مرکز او نږدې سیمو کې دښځو لپاره د کار او زده کړو یو شمیر شرایط برابر شوي. خو بلخوا په کلیوالي او اطرافي سیمو کې په زرګونو نجونې او میرمنې له دې فرصتونو بې برخې دي.
XS
SM
MD
LG