د لاسرسي ځای

تازه خبر

دمئ انتخابات :شل زره د رایو مرکزونه حساس اعلان شوي




د پاکستان دانتخاباتو کمیسون د مئي د مياشتې د ټول ټاکنو لپاره د شلو زرو نه زيات پولنګ ( د ووټونو د ورکولو ) مرکزونه حساسه اعلان کړي دي.

د انتخاباتو د کمیسون لخوا پرون د خپرو شویو شميرو ترمخه په هيواد کې د انتخاباتو لپاره يوولس زره او درې پنځوس پولنګ مرکزونه حساس او لس زره دوه سوه او او دیرش تر ټولو زيات حساس ګرځول شوي دي.

د انتخاباتو د کمیسون دسند صوبه تر ټولو زياته حساسه ګرځولې ده. په خيبر پښتونخوا کې دوه زره نهه سوه او نولس پولنګ مرکزونه حساسه او يو زر او شپږ پنځوس تر ټولو زيات حساس ګرځول شويدي.

همداراز د قبايلي سيمو پنځه سوه او لس پولنګ مرکزونه حساس او څلور سوه نهه پنځوس تر ټولو زيات حساس ګرځول شوي.

بلخوا د مشال راډيو د خبريال د خبر له مخی په پيښور کې نامالومه کسانو پیغام پاڼې تقسيم کړي او خلکو ته يې ويلي چې عوامی نيشنل ګوند سره مرستي ونکړي او نه يې بيرغونه په کورونو ولګوي. د دي وروسته نورو سياسی ګوندونو خپل انتخابی کمپاين تر هوجرو پوری محدود کړی دی.
دامنیتي ستونزو له امله سږ کال د انتخاباتو کمپاین پیکه بریښي،
XS
SM
MD
LG