د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي،له امريکا سره یې تعلقات ښه شوي دي



رياض موسا خېل

په اسلام آباد کې د اونيزې خبري غونډې دوران د پاکستان خارجه دفتر وياند اعزاز احمد چودري وويل ټولې نړۍ سره ښه او د برابرۍ په سطح تعلقات غواړي. د ده په خبره له امريکا سره په هر کچه د خبرو اترو او مذاکراتو لړۍ روانه ده چې ورسره تعلقات د پخوا په نسبت ډېر ښه شوي دي.

دی وايي د دې تعلقاتو بنياد خپل منځي عزت ، احترام او شرېکې ګټې دي او هيله ده راتلونکي وخت کې چې په پاکستان کې د ټولټاکنو روستو نوی حکومت جوړ شي ورسره به تعلقات نور هم ښه شي.

د وياند خبره چې کله مشال رېډيو د خارجه چارو د کارپوه او د ګومل پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر منصور احمد کنډي په وړاندې کېښوده نو هغه وويل چې که موجوده وخت کې تعلقات ښه نه دي نو خراب هم نه دي بلکې ساړه دي او داسې حالاتو کې د امريکا کانګرېس يا ولسمشر لخوا د پاکستان په ضد څه قسمه بيان نه راتلل يو ښه خبره ده.

د سعودي عرب د نوې پاليسۍ په اړه د وياند وينا وه چې دغه لړ کې سعودي چارواکو سره تماس کې دي او تېره ورځ په خپله پاکستاني ولسمشر د سعودي عربستان باچا ته يو خط هم ليکلی وو چې پکې ويل شوي وو پاکستانيانو د سعودي عرب په ترقۍ کې اهم کردار تر سره کړېدې نو بايد چې ور ته خصوصي نظر وکړل شي. هغه د سعودي حکومت په هغه بيان هم خوشحالي او وياړ څرګند کړو چې په کې پاکستانيانو ته درې مياشتې وخت ورکړل شوی دی چې په دې دوران دوی خپل کاغذونه پوره کړي او سعودي عرب کې خپله ايسارتيا قانوني کړي.

د راتلونکې ټولټاکنو په اړه د ده وينا وه چې د امريکا او برتانییا په ګډون يو شمير ملکونو او ادارو پاکستان ته خپل څارنکار رالېږلو ويلي دي او پاکستان به د دوی هر کلی کوي. د ده په خبره تر دې دمه يواځې د اروپايي ټولنې پلاوی پاکستان ته رارسېدلی دی.
XS
SM
MD
LG