د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې دوه برمته شوي فرانسویان خوشې شو




په افغانستان کې دوه برمته شوي فرانسویان چې په جلا جلا سیمو کې ساتل کیدل،خوشې شوي دي.

په کابل کې افغان چارواکو چې نومونه يې نه دي یاد شوي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې پیري بورغي په نامه فرانسوی عکاس چې په تیره نومبر میاشت کې تښتول شوی وو ،د دوشنبې په شپه په میدان وردګ ولایت کې خوشې شوی.

د افغان چارواکو په وینا دویېم فرانسوۍ چې نوم يې لا نه دی په ډاګه شوی د روان م کال په جنورۍ کې په کابل کې تښتول شوی وو.

فرانس پریس اژانس د افغان چارواکو په حواله ویلي چې دا دواړه کسان په جلا جلا سیمو کې ساتل شوي وو.

د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په افغانستان کې د خپلو دوه تښتول شویو اتباعو خوشې کیدل تائیدوي،او د دوي د خوشي کیدو هرکلۍ يې کړی. خو په دې اړه چې دا دواړه فرانسویان په څه ډول ازاد شوي ،افغان اویا هم فرانسوي چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG