د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې مشر جنرال مارټین ډمپسي وایې، ښایې تر ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، طالبان د ځینو سیمو د نیولو لپاره خپله جګړه جاري و ساتي.
جنرال ډمپسي پرون اسوشیټډ پرس خبري آژانس ته وویل چې د افغان حکومت په وړاندي به د طالبانو دا جګړه څو کاله دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړه د هغه موافقې له مخې چې د جنوري په میاشتې کې و شوه، افغان امنیتي ځواکونه به د اوړي تر را رسیدو مخکي په هیواد کې د ټولو عملیاتو مشري په غاړه واخلي.
ښاغلي ډمپسي دغه راز وویل چې دی دې ته خوشبینه دی چې بلاخره به افغان ځواکونه د طالبانو په وړاندي روانه جګړه وګټي.