د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار کې پر وسله والو خپل ماین چاودلی، دوه مړه




دوه وسله وال مخالفان د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د خپل ماین په چاودنه کې ووژل.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل مشال راډيو ته وویل چې دوی غوښتل چې تیرماښام پر لویه لار ماین ښخ کړي چې پرې وچاودیده.

د راپورونو له مخې د افغانستان جنوبي سیمو کې هر کال یو زیات شمیر ملکیان د ښخ شوي ماینونو له امله وژل کیږي چې شمیر یې د نورو سیمو په پرتله ډیر زیات دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG