د لاسرسي ځای

تازه خبر

بان کي مون له ملالې سره خبرې کړې دي


د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون د سوات له ملالې يوسفزۍ سره د سکايپ (انټرنېټ) په وسیله خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو پر ووبپاڼه په خپرې شوې ويډيو کې له ملالې يوسفزۍ سره په خپلو خبرو کې بان کي مون وويل، ملاله د اميد یا هیلې يو علامت او د ملګرو ملتونو لور ده.

نوموړي ملالې ته وويل چې ملګري ملتونه به تل دې او د دې په شان له نورو خلکو سره وي.

((دا يوه تاريخي ورځ ده، او ما غوښتل چې له تا سره وګورم. ته د اميد يو مثال يې. تا نړۍ ته يو ډېر قوي پيغام ورکړی. تا په ډېرو سختو حالاتو کې کار کړی. که چېرې موږ یوې نجلۍ ته تعليم ورکوو نو د دې مطلب دا دې چې ټوله کورنۍ، ټولنه او هيواد ورسره تعليم يافته کېږي.))

د دی په ځواب کې ملالې يوسفزۍ وويل چې هغه خپل ځان د نجونو او نورو خلکو د حقونو د حصول له پاره وړاندې کوي.

ملالې وويل، د دې هدف په نړۍ کې امن او خوشالي راوستل دي.

دې وویل د تعلیم په ذریعه سوله راوستل غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG