پيښور ډسټركټ سېشن جج عدالت کې جج شبیر خان د جعلي ډګرۍ په کېس کې نن غرمه د پښتونخوا د لوبو او سيلګرۍ پخوانی وزير سيد عاقل شاه ته د يو كال قيد او درې زرو روپو سزا اورولې ده.
نوموړی له سزا اورېدو وروسته سنټرل جيل پيښور ته منتقل كړل شو.
عوامي نېشنل ګوند وايي، دوی د عدالتي فيصلې احترام كوي خو د دې فيصلې د اورېدو دا مناسب وخت نه وو.