د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کيري افغانستان ته ورسيد


نن د ګل پر ورځ د امريکا د بهرنيوو چارو وزير، جان کيري افغانستان ته ورسيد. کابل کې د امريکايي سفارت په خبرپاڼه کې ويلي چې د نوموړي د سفر مقصد یوځل بیا له افغا نستان سره د امریکا د ستراتیژيکي مرستې په ډاګه کول او د سیاسي، اقتصادي او امنیتې لیږد له پړاو سره د واشنګټن ملاتړ څرګندول دي.

د خبرپاڼې ترمخه جان کیري به د دې سفر په ترڅ کې د افغان ولسمشر حامدکرزي او نوروافغان چارواکو سره پر دې خبرې وکړي چې څرنګه د افغانستان او امريکا د شريکو هلوځولو په نتيجه کې د تیرو لسو کلنو لاسته راوړنې خوندي وساتل شي او څرنګه خپلې دغه ګډې موخې ته چې هغه یوخپلواک، متحد، بریالی، با ثباته او با امنه افغانستان دی، وده ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG