د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې یاغیانو پوځي اډه نیولې ده


په شام کې د حکومت مخالفو وسله والو، د دې هیواد په جنوب کې یوه پوځي اډه له حکومتي ځواکونو نیولې ده.

دا اډه د اردن پولې ته نېږدې واقع ده.د شام بشري حقونو څار لندن مېشتې ډله وايي، دا پوځي اډه د درعا په ولایت کې د ۱۶ ورځو تر جګړې وروسته پرون د حکومت ضد یاغیانو لاس ته ولوېده. د دې ادارې په وینا، په القاعده شبکې پورې تړلې د النصر ډلې وسله وال هم په هغو یاغیانو کې شامل دي چې دا پوځي اډه یې نیولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG