د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: پر کچرۍ برید درې تنه وژل شوي ګڼ ژوبل


پېښور کې یوه میاشت وړاندې هم پر ۱۸ فبرورۍ د خیبر پولیټیکل پر دفتر ځانمرګو بریدګرو ګڼه مرګ ژوبله اړولې وه.
پېښور کې یوه میاشت وړاندې هم پر ۱۸ فبرورۍ د خیبر پولیټیکل پر دفتر ځانمرګو بریدګرو ګڼه مرګ ژوبله اړولې وه.


د خیبر پښتونخوا د پيښور پوليس وايي، په کچرۍ کې پر عدالتونو بريد کوونکي دواړه ترهګر يې وژلي دي. د پيښور پوليسو مشر امتياز الطاف نن د ګل پر ورځ خبريالانو ته وويل چې په بريد کې درې عام وګړي هم وژل شوي دي.


نوموړي زياته کړه:

((دوو بریدګرو حمله کړې او دواړه وژل شوي. بل نشته. ججان ټول روغ جوړ دي. د زخميانو په باره کې به له هسپتالونو معلومات کوو خو زما په خېال د ۲۵ په خوا و شا کې کسان زخميان دي. په دوی کې يو سب انسپيکټر او دوه سپاهيان هم دي.))

عيني شاهدينو مشال ريډيو ته وويل چې لومړی ډزې وشوي او بيا په يو عدالت کې چاودنه رامنځته شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG