د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ مخنیوي ادارې جوړولو بل منظور


رابعه اکرم مشال راډيو

ایلام آباد:- د تيرې چارشنبې په ورځ د پاکستان سېنېنټ د تره ګرۍ مخنيوي قامي ادارې (نيکټا) د ٢٠١٣ م کال بل منظور کو چې په کې د ترهګرې خاتمې لپاره پاليسي جوړوي، او قانون نافذ کونکې ادارو سره به په شريکه د هغه خلکو خلاف موثره ګامونه اوچتوي،چې په تره ګرۍ او تندلاریتوب ککړ وي.


د تره ګرۍ مخنيوي قامي ادارې مشر به وزيراعظم وي او په دې کې به داخله، قانون، دفاع او خزانې وفاقي وزيرانو او صوبو اعلى وزيرانو نه علاوه د استخباراتي ادارو مشران هم شامل وي.
له مشال راډيو سره په خبرو کې د قامي وطن پارټۍ مشر آفتاب احمد خان شير پاؤ وويل، چې په [نيکټا] جوړولو کې پنځه کاله تير شول او اوس حکومت داسي وخت کې د دې لپاره قانون سازې وکړه چې موده يې په ختميدو ده.

،، حکومت خو صرف دا دې لپاره اخرنې ورځو کې وکړو چې موږ خلکو ته اوښايو، چې يو اداره جوړه کړل شوه او هغې ته قانوني حيثيت ورکړل شو. اوس به دا کتل کېږي چې راروان حکومت به دا څنګه عملي کړي ، که صحيح معنو کې يې فعاله کړو نو فائده ترې حاصليدای شي، او که نه وي نو داسي نورې ادارې هم جوړې شوې دې چې افاديت يې هاغه شان نه دې پاتې شوې، نو د دې به هم هغسي صورتحال وي،،

بلخوا د قانوني چارو تجزيه کار وکيل شير خان وايې چې د تره ګرۍ مخنيوي لپاره د يو ادارې او قانون ضرورت وو، خو چې دا کار لږ مخکې شوی وای نو ښه به وه.

،، دا خو سمه ده چې دا د خلکو لپاره د فایدې څيز دی، خو چې فائده دې ورکوله نو تا مخکې ولې نه ورکوله چې د تره ګرې مخنيوی شوی وای، اوس خو به ته لاړ شې نو څۀ به وکړې؟
نور خو د خلکو لپاره دا څيز بد نه دی، ارومرو په دې ملک کې څه روان دي ، نو چې قانون منظور نه کړې نو په دې خو نه کيږي،،

ياده دې وي چې دا بل په سينټ کې د قانون وفاقي وزير فاروق ايچ نائک وړاندې کړی وو او په قامي اسمبلې کې د روانې مياشتې په اتمه نيټه پاس شوې وو.
XS
SM
MD
LG