د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ملا فضل الله نه پرېږدو"


پاکستان کې د امریکا سفیر رچرډ اولسن
پاکستان کې د امریکا سفیر رچرډ اولسن
خالد خان مشال راډيو

د پاکستان لپاره د امریکا سفیر وايي، چې په افغانستان کې دېره د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو ځینې سامانونه د پاکستان له لارې د آزموینې یا تجربې په توګه لېږدول شوي دي.


په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پرېکړه کول د پاکستان کورنۍ معامله ده. دا دوی خپله امنیتي مسله ده او یوازې پاکستان به دا پرېکړه کوي
رچرډ اولسن

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال سفیر رچرډ اولسن وویل، د پاکستان له لارې استول شوي سامانونه ډېر مهم او قېمتي ول، خو نوموړي یې شمېره ونه ښودله. ده زیاته کړه چې په دې اړه مالومات ورکول په کابل کې د ایساف چارواکو کار دی.

رچرډ اولسن په پاکستان کې د راتلونکو انتخاباتو په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې امریکا په پاکستان کې د سیاسي عمل ملاتړې ده خو د هیڅ یوې ډلې ملاتړ نه کوي، بلکې د پاکستان ولس چې څوک خوښ کړي دوی به یې حمایت کوي.

نوموړي زیاته کړه ((دا تاثرغلط دی چې ګنې امریکا د پاکستان په سیاسي چارو کې لاسوهنه کوي. موږ په پاکستان کې د جمهوریت ملاتړي یو. او نه هم د پاکستان په راتلونکو انتخاباتو کې کردار لوبول غواړو، او نه مداخلت په کې کوو. موږ د هغه ګوند پلویان یو چې د پاکستان ولس په خپلو رایو یا ووټونو منتخب کړي. موږ په جمهوري پروسه باور لري.))


رچرډ اولسن وویل، د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستاني ولس او امنیتي ادارو قرباني ته په درنه سترګه ګوري. ده زیاته کړه، پر پاکستان فشار نه اچوي چې په قبایلي سیمو کې پوځي عملیات وکړي.

(( په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پرېکړه کول د پاکستان کورنۍ معامله ده. دا دوی خپله امنیتي مسله ده او یوازې پاکستان به دا پرېکړه کوي.))

د یوې پوښتنې په ځواب کې د امریکا سفیر دا تاثر ناسم وګرځولو چې ګنې په افغانستان کې مېشت د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونه د پاکستان له سواته د تېښتېدلو وسله والو طالبانو پر وړاندې هېڅ ګام نه اخلي.

(( په رښتیا هم موږ د پاکستاني ولس په نهیلیو او ناامېدیو پوهېږو. له موږ سره د پاکستان حکومت په دا اړه خبرې کړې دي. او موږ ته یې ویلي دي، چې له پاکستانه د تېښتېدلو ترهګرو پر ضد دې ګام واخلي. چې په پاکستان کې ترهګر بریدونه کوي. زه به دا ووایم چې په افغانستان کې دننه د ایساف او امریکا ځواکونه د ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه پورته کوي. ملا فضل الله او د هغه ملګري زموږ په لیسټ دي. کله چې هم موقع په لاس راغله د هغه کار به خلاصوو.))

د امریکا سفیر رچرډ اولسن د ایران و پاکستان د ګېس پایپ لاین پروژې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه. او زیاته یې کړه چې د ایران په باب د امریکا دریځ هر چا ته څرګند دی. ده وویل چې امریکا په پاکستان کې د انرژي بحران ختمولو لپاره ډېر زیات کوښښونو کوي او د ده په خبره چې ډېر ژر به د امریکا په مرسته د ۹۰۰ مېګاواټ بجلۍ جوړولو یو برېښناکوټ د امریکا په مالي مرسته په پاکستان کې جوړ کړل شي.
XS
SM
MD
LG