د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ چاودنې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې


کراچۍ : د کراچۍ په عباس ټاون سیمه کې تیر ماښام په یوه موټر بمي چاودنه کې د سلو زیاتو خلکو ته مرګ ژوبله اوړیدلې ده.

پولیس وایي په دغه پیښه کې پنځه څلویښت کسان وژل شوې دي. دغه چاودنه د استوګنې دهغو اپارتمانونو مخې ته شوې، چې ډیر اوسیدونکي يې شیعه ګان دي.

د روغتیا صوبايي وزارت د شپې ناوختهپه یوه اعلاميه کې د وژل شویو شمیره د ۴۰ زیاته ښودلې ده، او تر ۱۳۰و پوري يی د ژوبلو شمیره ورکړی ده. خو پولیس وايي ځینې خلک لاهم د تباه شوو ودانیو لاندې ایسار دي، او امکان شته، چې د تلفاتو شمیره نوره هم لوړه شي.
بلخوا ډاکترانو د شاوخوا پنځوسو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک بللی دی.

د سیند صوبې د پولیسوامنیه قوماندان فیاض لغاري، چې ترچاودنې وروسته يې رسنیوته معلومات ورکول دچاودنې دنوعیت په باب وویل((دشواهدو له مخې یاخو ځان وژونکې حمله وه او یا هم موټر بم چاونه، هغه راپورونه چې ګنې چاودیدونکي مواد په یوه موټر سایکل کې ځای پرځای شوي وو سم ندي، ځکه چې موټرسایکل بم دومره تخریب نشي کولی.

د داډول برید په باب مو لا له وړاندې راپور ترلاسه کړی و خو پوهیږئ چې سل په سلو کې ددې حملو مخنیوی ممکن ندی))

د پولیسو د تحقیاتي ټیم یوه مشر افسر فیاض خان رسنیو ته ویلي، چې په چاودنه کې تر ۱۵۰کلوګرامه چاودیدونکي او اور لګوونکي مواد کارول شوي دي.
لغاري وايي دچاودنې له امله د استوګنې په دوو بلاکونو کې اور لګیدلی او لسګونه اپارتمانونه سوځيدلياو تیاه شوې دي.

بلخوا د ایدهي مرستندویې ټولنې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په چاودنه کې سلګونه دوکانونو او اپارتمانونو ته سخت زیان اوښتی او ګومان کیږي، چې یوزیات شمیر خلک به تر نړیدلیو ودانیو لاندې ایسار وي. د چاودنې وروستو د پیښې په حای کې اور هم لګیدلې وو، او ډیر وژل شوی کسان سوزیدلې هم دي.

د روان میلادي کال له پيل راهیسې دا درېیمه مرګونې چاودنه ده چې پر شیعه ګانو کیږي. د دغه پیښې پړه وسلوالې ډلې لشکر جنګوي منلې ده.

له دې وړاندې په جنوري او فروري میاشتو کې دکوټې په شیعه میشتو سیمو کې دوه درنې بمي چاودنې وشوې، چې سلګونه خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

سخت دریزې لشکرجهنګوي ډلې، چې په پاکستان کې يې پرفعالیتونو بندیز لګیدلی د کوټې د چاودنو مسوولیت دمنلو پرمهال په نورو سیمو کې هم د ورته بریدونو خبرداری ورکړی و.

په کراچۍ کې ویر اعلان شوی، او ټولې سرکاری او غیر سرکاري تعلیمې ادارې هم تړل شوې دي.
XS
SM
MD
LG