د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې نهه وسله وال وژل شوي دي


چارواکي وايي نن د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې نهه وسله وال وژل شوي.
د کونړ والي فضل الله وحيدي نن مشال ريډيو ته وويل چې نن سهار د غازي اباد په ولسوالۍ کې د نړيوالو ځواکونو په بمبارۍ کې د وسله والو درې قوماندانان او دوه غړي وژل شوي.
د فراه ولايت د والي وياند، عبدالرحمان ژوندي نن مشال ريډيو ته وويل چې درې کسان يې نن سهار په پست رود ولسوالۍ کې هغه مهال وژلي چې غوښتل يې ماينونه ښخ کړي.
د کندهار ولايت د والي وياند، جاويد فیصل هم نن مشال ريډيو سره خبرو کې وويل چې خوا او شا يوولس بجې يې د افغان پوځ د يو مرکز سره خوا کې يو مشکوک وسله وال وژلی. يو بل امنيتي چارواکی وايي دې سړي سره چاوديدونکي مواد وو او غوښتل يې ځانمرګی بريد وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG