د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریال ملک ممتاز وژنه خبریالانو وغندله


د شمالي وزیرستان خبریال ملک ممتاز نن پر چارشنبه ووژل شو
د شمالي وزیرستان خبریال ملک ممتاز نن پر چارشنبه ووژل شو

ګل ایاز مشال راډیو

پراګ:- په قبايلي سيمه شمالی وزيرستان ميرام شاه کې د چارشنبي پر ورځ يو قبايلي خبريال ملک ممتاز ووژل شو.

له سيمې د مشال راډيو خبريال وايي چې خبريال ملک ممتاز له چشمه پُل څخه ميرام شاه ته روان وو چې په لاره کې وسلوالو په نښه کړو.

خبريال ملک ممتاز له ډيری مودې راهیسې له شمالي وزيرستانه د ورځنیو پېښو ګزارشونه یا راپورونه ورکول. هغه د پاکستان جيو او خيبر ټيلي وژن، دې نيوز او ډيلي ټايمز ورځپاڼو سره کار کولو.

نوموړي په دا وروستيو ورځو کې د شمالي وزيرستان پريس کلب مشر ټاکل شوی وو او يو څو ورځو کې يې د سوګند پورته کولو دستوره هم کيدونکې وه.

په پيښور کې دې نيوز ورځپاڼې کې کارکونکې او خبريال مشتاق يوسفزی وايي، چې ملک ممتاز ډير زيات زړه ور صحافی وو او هر وخت يې د سيمي ستونزو په اړه رپورټونه لېږل.

په پاکستان کې د خبريالانو ټولنو د ملک ممتاز وژنه په سختو ټکو غندلې. د شمالي وزيرستان پريس کلب د ملک ممتاز د وژني پرضد د شپږو ورځو د وير اعلان کړی دی.

د قبايلي خبريالانو د ټولني مشر صفدر حيات داوړ له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د ملک ممتاز د وژنې پرضد به تر اسلام اباد پورې مظاهرې کوي. د صفدر داوړ په وينا ملک ممتاز بې پلوه رپورټنګ کولو او په سيمه کې خلکو ورته ډير په درنه سترګه کتل. صفدر داوړ له حکومته غوښتنه وکړه چې قبايلي خبريالانو ته دې د تحفظ ورکولو لپاره ګامونه پورته کړل شي.

د يادوني ده چې د ملک ممتاز وژنې سره په قبايلي سيمو کې د وژل شويو صحافيانو شميره ۱۳ تنو ته رسېدلې ده. د بېپولې خبريالانو اداره ترمخه پاکستان د ميډيا د ازادۍ په فهرست کې په ۱۵۱ نمبر دی او ۲۰۱۰ د خبريالانو لپاره خونړۍ کال وو او د خيبر پښتنونخوا او د قبایلي خبريالان له ډيرو ستنونزو سره مخامخ دي.
XS
SM
MD
LG