د لاسرسي ځای

تازه خبر

"فیلم آرګو د ایران ضد پروپېګنډه ده"


د آسکر غوره فلم ”آرګو“ وګرځول شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:04 0:00

د آسکر غوره فلم ”آرګو“ وګرځول شو


ایران د اسکر په جایزه ګټونکي فیلم (ارګو) نیوکې کړی دی او دا فیلم يې د تهران پر ضد پروپیګنده بللی ده.

فیلم ( ارګو) د اتوار په ورځ په لاس انجلس کې د پینځه اتیایم اکیډمیک جایزې د فیلمونو په فیسټیول کې د اسکر جایزه وګټله.

د فیلم کیسه د ایران د نولس سوه نهه اویام ۱۹۷۹ م کال د اسلامي انقلاب پر مهال په تهران کې د کینیډا د سفارت له ودانۍ څخه د یوې ډلې امریکايي ډیپلومیټانو د ماهرانه تیښتې په اړه ده .
په ایران کې د دغه فلم پر ښودلو بندیز دی.

د ایران د کلتور او اسلامي لارښونو د چارو وزیر محمد حسیني پرون وویل دا فیلم هنري معیار نه لري.

د ایران سرکاری ټیلېویژن بیا ارګو فیلم د سي ای اې لپاره یو سوداګریز اعلان ګڼلی دی.

د ایران مهر نیمه سرکاري خبري اژانس ویلي دې فیلم ته د جایزې ورکول دا ښيي چې سیاست په څه ډول په هالی ووډ اثر کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG