د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې هوايي بمبار ۱۱ وسلوال وژلي



د خیبر هاوس یو سرکاري چارواکی وايي بېګا ماښام په باړه او تیرا کې امنیتي ځواکونو له وسلوالو سره د نښتو او بمبارۍ په وخت خوا وشا یولس وسله وال وژلي او یو شمیر یې ژوبل کړي دي. په دې نښتو کې د امنیتي ځواکونو دوه عسکر هم وژل شوی دی.

له مشال راډيو سره د نوم نه ښودلو په شرط یوه چارواکي مشال راډيو ته وویل، چې نښتې د باړې په منډۍ کڅ،ارجلۍ ندۍ،او یوسف تالاب سیمو کې د لټون د عملیاتو پرمهال شوې دي، او جیټ الوتکو د تیرا په سور کڅ او براګټ سیمو کې د وسلوالو پناه ځایونه په نښه کړي دي.

یاده دې وی چې په باړه کښې د تیرې اوږدې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې خلاف پوځي عملیات روان دي. چې له کبله یې په سیمه کې ژوند په ټپه ولاړ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG