د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځانګړو امریکايي ځواکونو ته له ورګ ولایته د وتو امر




د افغانستان ولسمشرحامدکرزي د دفاع وزارت ته هدایت کړی چې د مرکزي ولایت میدان وردګو نه دې په دوو اونیو کې دننه دې ځانګړي امریکايي ځواکونه وباسي. د ولسمشر ویاند ایمل فیضي وویل، دا فېصله د اتوار پر ورځ د افغان ملي امنیتي شورا د غونډې پرمهال وشوه.

د ملي امنیتي شورا ددفاع وزارت ته امر کړی چې په دوو اونیو کې دننه دې د امریکا ځانګړي ځواکونه د میدان وردګ ولایت نه وباسي.

دویمه معامله چې په دې غونډه کې فېصله شوه هغه دا ده چې دافغانستان د اسلامي ریاست په ځواکونو ذمه واري اچول شوې چې د هغه ټولو ډلو فعالیتونه دې په فوري توګه بند کړل شي چې د ځانګړو ځواکونو په نامه د بې ګنا خلکو کورونو ته ننوځي، دوی ویروي، وهي ټکوي او وژنی یې.

افغان ځواکونو ته دا امر هم شوی، دغه ډلې دې عدالت ته وړاندې کړل شي.
XS
SM
MD
LG