د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس کې اسماني کاڼي ګڼ خلک ژوبل کړي




روسي چارواکي وايي، نن د هیواد په چېلیا بېنسک سیمه کې د اسماني کاڼې پرېوتو تر پېښې وروسته له ۴۰۰ زیات کسان روغتون ته د درملنې له پاره تللي دي.

دا سیمه له پلازمېنې مسکوه ۱۵۰۰ کیلومیټره لرې د ختیځ لوري ته پرته ده. رپورټونه وايي، د دې کاڼې پرېوتو له کبله چاودنه وشوه چې د کورونو ښیښې یې ماتې کړې او وېره یې خپره کړه. د چارواکو په خبره زیاتره کسان د ښیښو ټوټو لګېدو له کبله معمولي ژوبل شوي دي.

د دوی په خبره، د دې له کبله د زینک یا جستو یوې کارخانې چت څه برخه هم پرېوتې ده. د اسماني کاڼي ټوټې د اورال له غرونو سره په یوه داسې سیمه کې پرېوتې دي چې ډېر کم خلک په کې اوسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG