د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګري د ټول هېواد ستونزه ده. اې پی سي




په اسلام اباد کې د عوامي نیشنل ګوند له خوا رابلل شوی ټول ګوندیز کنفرانس پرون پنجشنبې پای ته ورسید.

په دغه کنفرانس کې د ۲۷ سیاسي ومذهبي ګوندونو مشرانو یا استازیو پاکستاني طالبانو ته د سولې د خبرو د وړاندیز پر لارو چارو بحث وکړ.

ددې یو ورځني کنفرانس د بحث اصلي موضوع له وسله والو طالبانو سره دخبرو اترو لارې چارې لټول او دترهګرۍ ضد دګډ دریځ غوره کول و، چې د بندو دروازو ترشا پرې خبرې وشوې.

دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان چې دغونډې کوربه و دکنفرانس په پای کې وویل، چې سیاسي ګوندونه د حالاتو په بدلون کې مهم رول لوبولای شي اوهغه ننګونې يې یادې کړې، چې دا وخت پاکستان ورسره مخامخ دی:

(د کنفرانس ټول ګډونوال په دې باوردي، چې دترهګرۍ او بنسټپالنې ناسور یواځې د یوه ګوند، صوبې یا سیمې نه بلکې د ټول هیواد مسله او مشکل دی.

ټولو په یوه خوله داخبره کړې، چې د هیواد بقا، سالمیت، پرمختګ او امن په دې پورې تړلی چې په سیمه او اساسي توګه د دې مسلې یعنې ترهګرۍ حل لارې ولټول شي)

اسفندیار ولي خان همداراز وویل، چې پاکستان دا وخت له دوو چلنجونو سره مخامخ دی، چې یو يې ترهګري او بل يې خراب اقتصادي وضعیت دی.

بلخوا اسفندیار ولي خان چې د کنفرانس ګډه اعلامیه يې لوستله وویل، چې ګډونوالو د عوامي نیشنل ګوند د دا ډول هڅو ستاینه کړې او هغه يې د اوسني کړکیچ دحل تر ټولو غوره لاره بللې.

هغه همداراز وویل، چې ټول ګوندونه له وسله طالبانو سره دخبرو ملاتړ کوي خو شرط يې دادی چې ټول باید د پاکستان اساسي قانون ته درناوی وکړي:

( لکه څنګه چې په وینو سره لمن په وینو نه بلکې په اوبو وینځل کیږي دغسې سوله ييزې خبرې اترې کولی شي دغه په وینو سرې لمنې و وینځي.

په نننۍ غونډه کې ټول په دې خبره سره یوه خوله ول چې خبرو اترو ته دې لومړیتوب ورکړل شي هغه که له هرچا سره وي.

پر دې هم پریکړه وشوه، چې د ترهګرۍ ددې ناسور حل لارې دې د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې دننه ولټول شي)

اسنفندیار ولي خان دغه کنفرانس ددې لړۍ لومړی پړاو وباله او ويې ویل چې ټول ګوندونه به په ګډه دهغې دجاري ساتلو لپاره کارکوي.

د جمعیت علمای اسلام ډلې مشر مولانا سمیع الحق که څه هم په کنفرانس کې شریک و خو د یوې اعلاميې په خپرولو سره يې ویلي، چې عوامي نیشنل ګوند په داسې وخت کې دخبرو اترو موضوع راپورته کړې چې د حکومت وخت مخ په ختمیدو دی.

په داسې حال کې، چې سیاستوال د بندو دروازو ترشا له وسله والو طالبانو سره دخبرو اترو پر حل لارو غږیدل دغې ډلې د خیبرپښتونخوا په جنوب لویديځ کې څو ځایه پر دولتي ځواکونو حملې وکړې او مرګ ژوبله يې ور واړوله.

وسله والو طالبانو که څه هم په دې وروستیو کې مشروطو خبرو ته غاړه ایښې خو دولت د هغوی هیڅ ډول شرطونه نه مني او وايي چې دغه ډله باید وسله پر ځمکه کیږيدي او ځان قانون ته وسپاري.

مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG