د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پېښور کې د هدفي وژنو غندنه کوو"


د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين
د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين


غلام غوث مشال ريډيو

پيښور:عوامي نيشنل ګوند د تره ګرۍ په باب ټول ګونديزه غونډه د فروري په ځوارلسمه نيټه اعلان کړيده او د پښتونخوا حکومت په پيښور کې د هدفي وژنو تازه لړي په سختو ټکو کې غندلي ده چې پکې په تيره مياشت کې دوه ډاکټران، ڈاکٹر شاہ نواز او ڈاکٹر ریاض حسین يو تاجر ابرارحسین او د جمعي په ورځ يو وکېل ملک جرار حسین ووژل شو –

له مشال ريډ يو سره په مرکه کې د صوبې د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين د تره ګرۍ په باب د ټول ګونديزه غونډې نيټه اعلان کړه ، نوموړي وويل(( په ١٤مه فرورې زموږ ټول ګونديزه غونډه ده او په اسلام آباد کې به وي،اکثره ګوندونه به په دې کې ګډون کوي، په هغه کې به د امن لپاره مذاکراتي ايجنډا د هر يو ګوند د تجاويزو په رڼا کې جوړ وو،چې کله موږ په يو خبره يو شو نو بيا د ولسمشر او له پوځي مشرتابه سره مذاکرات کوو))

په پېښور کې له تيرې يوې مياشتي راهیسې د شيیعه ګانو د هدفي وژنو لړۍ دوام لري او په دې لړ کې د جمعې پر ورځ د شيعه ټولني سره تعلق لرونکې يو وکېل ملک جرار حسين ووژل شو او د مشال ريډيو سره په دې لړ کې په خبرو اترو کې د صوبي د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين په سختو ټکو دا پيښي وغندلې نوموړي وويل(( دا د تره ګرو يو طريقه کار دي هغوی په مسلمانانو کې د فرقې په بنياد تشدد سيوا کوي، کله شيعه د سني په ضد راپاروي او کله سني د شيعه په ضد، کله ديو بندي د بريلوي خلاف راپاڅي او کله بريلوي د ديوبندي پر ضد، په حقيقت کې زموږ له يو بل سره اختلاف نه شته ، شيعه ګان او سنیان له پخوا راهیسې په مينه سره اوسيږي،خو په مينځ کې چې ترهه ګر کوم کردار لوبوي هغه پيژندل غواړي، اوس زموږ خلک دومره هوښيار دي چې د تره ګرو په دې طريقه کار کې نه ملوث کېږي))-

کله چې مشال راډيو له ميا افتخار حسين نه وپوښتل چې وزير اعلا هاوس کې تيره اونۍ د شیيعه او سني عالمانو جرګه شوې وه او وزير اعلا امير حيدر خان هوتي امنيتي ادارو ته امر ورکړی وو، چې په پيښور کې د شيیعه ټولنې په وژنه کې ککړ کسان دې ونيول شي نو په دغه امر تر څومره حده عمل شوی دی نو په ځواب کې د اطلاعاتو صوبايي وزير وويل((د داسې خلکو نيول ډير مشکل وي او چې ونيول شي نو د چا نه به نه پټول کېږي،ړوند ايف آئ آر او ړنده واقعه وي او د هغې کړۍ يو ځای کول ډير ګران وي،او د وزير اعلا د هغې امر روستو صورتحال ښه شوی دی))-

خو کله چې د مشال راډيو ميا افتخار حسين ته ورياده کړله چې د جمعې پر ورځ بيا يو تن په پيښور کې په هدفي برید کې ووژل شو نو صورتحال څه رنګ ښه شويدي نو په ځواب کې نوموړي وويل(( زه خبر يم د نننۍ پېښې نه ، موږ په دې افسوس هم کوو خو موږ دا وايو چې د شیيعه يا د سني نه بلکې د انسان وينه توی شوېده او د رسول اکرم حديث دی چې د بي ګناه انسان وينه تويول د ټول انسانيت وينه تويول دي، او د جمعې مبارکه ورځ ده ستاسو په وسيله ټول عالمانو ټول مکتبه فکر خلکو او مشرانو ته اپيل کوم چې د تره ګرو په دې ګنده سازش کې دي نه راځي او هغوی دې د دوی له ارادو نه ځان خبرکړي او ولس ته دې د يو والي او اتفاق درس ورکړي او رورولي دې په کې پيدا کړي))
XS
SM
MD
LG