د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لکي مروت کې نښته، ۳۱ وژل شوي


د پاکستان خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ له بيګا (د جمعې او شنبې تر منځ شپې) راهيسې په شویو نښتو کې ۱۵ امنيتي سرتېري او پنځه وسله وال وژل شوي.

وسله والو سرای نورنګ کې د ولسي وګړو سيمه کې موجود د امنيتي ځواکونو پر مرکز بريد کړی وو چې په کې په ۱۱ ساعته جګړه کې ۱۱ ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

د سرای نورنګ د تاڼې مشر ګل حميد خان د شنبې پر ورځ مشال راډيو ته د ټيليفون له لارې وويل:

((۱۱ مړي پراته دي. څلور په کې ماشومان دي، درې ښځې دي او نور سړي دي. درې د ایف سي سرتېري او ۱۲ د پوځ سرتېري وژل شوي دي. د وسله والو پینځه مړي پراته دي.))

د تحريک طالبان پاکستان وياند احسان الله احسان د بريد پړه منلي او ويلي يې دي چې دا يې ډرون بريدونو کې د خپلو دوو قوماندانو د وژل کېدو د بدل اخيستو له پاره کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG