د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ایران مهم خطر دی" چک هېګل


د امریکا لپاره د دفاع وزیر نوی نوماند
د امریکا لپاره د دفاع وزیر نوی نوماند


د امريکايي ولسمشر باراک اوباما له لوري د هيواد د راتلونکې دفاع وزير په توګه نومول شوي چک هيګل هوډ څرګند کړی چې د ايران له جوهري پروګرام سره د چلند لپاره به ټولې لاري خلاصې ساتي.

که چرته د امريکا سېنېټ منظوري ورکړي نو چک هيګل به د دفاع وزير په توګه د ليون پنيټا ځا ی و نيسي.

جرمن خبرې اژانس ډي پي ای په خپل رپورټ کې وايې، د امريکا د دفاع وزير په توګه نومول شي چګ هيګل دا خبرې د وسله والو خدمتونو په اړه د سېنېټ کميټې ته د زیارت پر ورځ تر حاضريدو له مخه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې ده.

چک هيګل ويلې، هوډ من دی چې له ايران سره د مقابلې او په اسرایيل کې د امريکا د ميزایل نظام د پر ځای ساتلو په برخه کې به ټولې لارې خلاصې ساتي.

هغه ايران یو مهم خطر و بللی او په دې لړ کې يې د باراک اوباما د پاليسۍ ستاينه وکړه.

د سېنېت ځيني غړي د چک هيګل ډير مخالفت کوي او وايي، د ايران په اړه د هغه دريځ سخت نه دی او د اسرایيلو په حمايت کې پياوړې خبرې نه کوي.

چک هيګل د ريپبلکن ګوند غړی دی او له نيبراسکا څخه د سېنېټ پخوانی غړی وو خو په سينټ کې د سنيټر جان مکين په ګډون د ريپبلکن پارټی ځينو غړو د هغه د دفاع وزير په توګه نومول کيدنه تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

د افغانستان په اړه چک هيګل ويلې، د دفاع د راتلونکې وزيرلپاره به په افغانستان کې جګړه رانغاړل او له دوه زره څوارلسم کال وروسته هلته د امريکا کردار تشريح کول به يو لوی چيلنج وي.

نوموړي ويلې، که چرته له افغانستان سره د ځواکونو د حيثيت تړون چې په کې د امريکا عسکرو ته د استثنا ټکی هم شامل دی باندې څه اتفاق و نه شو نو دی به په افغانستان کې د امريکا د موجودګۍ ملاتړ و نه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG