د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوګرا پاکستانی پخوانی چارواکی ونیول شو


پاکستاني چارواکي وایي، د دغه ملک فراري د تیلو او ګیس پخوانی مشر یي په دوبۍ کې ګرفتاره کړی، په توقیر صادق تور دی، چې د پاکستان د تیلو او ګیس د نظم ادارې اوګرا د مشر په حیث یي په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱م کالونو کې اتنیم سوه میلیونه امریکایی ډالر پټ کړي دي.هغه تیر کال له پاکستانه تښتیدلی وو.

د پاکستان د قامي احتساب ادارې نیب ویاند ویلي، چې صادق به ډیر زر اسلام اباد ته حواله کړل شي .تیره میاشت د پاکستان چیف جسټس امر کړی وو، چې په ۲۰۰۹ م کال کې دې د صادق په ګمارلو کې او بیا له ملکه په بهر وتلو کې د دغه هیواد د وزیراعظم راجا پرویز اشرف او د واکمن پیپلز ګوند د نورو مشرانو خلاف کیس داخل کړل شي. راجا پرویز اشرف په دغه وخت کې د اوبو او بجلۍ مرکزي وزیر وو، چې په کې په توقیر صادق په غیر قانوني توګه د پیسو د غبن کولو او رشوت اخیستلو تورونه لګیدلې وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG