د لاسرسي ځای

تازه خبر

کویت کې شامي کډوالو سره د مرستې نړیوال کنفرانس




ملګرو ملتونو نن د چارشنبې په ورځ په کویت کې د دې لپاره یو کنفرانس رابللی دی چې د شام د ګاونډیو هیوادونو لپاره د یو بیلیون ډالرو غوښتنه وکړي.

په شام کې د کړکېچنو حالاتو له کبله شاوخوا اووه لکه وګړي د دغه هیواد ګاونډیو ملکونو ته کډه شوي دي.

د شام لپاره د عربي ټولنې او ملګرو ملتونو ګډ استازي لخضر براهمي ویلي دي چې په شام کې د تاوتریخوالی د ویرې یوې بې سارې کچې ته رسېدلی دی. د هغه په وینا په دې لړ کې حکومت او یاغیانو دواړو ظلمونه کړي دي.

لخضر براهمي د نهې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته خبرداری ورکړی دی چې ولسمشر بشارالاسد کېدای شي چې اوس له واکه لاس وانخلي خو دا هیواد د ټولو تر مخ په متېدو دی.

د لخضر براهیمي دا څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راغلي دي چې د بشري حقونو لپاره د کارکوونکو په وینا په الیپو ښار کې لږ تر لږه د پنځه شپېته داسې کسانو په ګولیو ویشتل شوي مړي موندل شوي دي چې لاسونه یې ورتړلي وو.

د اپوزېشن فعالانو د دې تور په حکومت لګولی دی خو په سم دستي توګه دا نه ده څرګنده چې د دې وژنو تر شا څوک دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG