د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ځاځي میدان کې ګڼ وسلوال ووژل شول




د افغانستان دخوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې بیګاه د پولیسو او وسله والو ترمنیځه نښته شوي چې پکي ۱۶ وسلوال وژل شوي دي . دغه وسله والو سره یو شمیر وسلې او مهمات هم افغان پوځیانو نیولي دي.

ددوشنبې په ورځ د وسلوالو مخالفینو له خوا دخوست ولایت دځاځي میدان ولسوالۍ د بلوڅو په سرحدي کلیو وسلوال برید شوی ،چې له امله يې شاوخوا 42 تنو وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د دې پيښې په اړه خوست امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي زوی مشال راډیو ته وویل،چې دا د خواشا 500تنو وسلوالو مخالفینو ډله ییز برید وو ،چې غوښتل يې دبلوڅو کلي تر خپل واک لاندې راولي او وروسته پدې کلیو کې مرکزونه جوړ کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG