په قبايلي سيمه شمالی وزيرستان کې د پوځي هيلي کاپټرو په بمبارۍ کې درې کسان وژل شوي او اته نور ژوبل دي. سرکاری چارواکي وايي بمباري د مشکوک وسلوالو پر ټیکانو شوې ده، خو ځايي خلک وايي، چې بمباري کې ولسي وګړي وژل شوي دي.
د پيښي وروسته ځايي خلکو په ميرام شاه کې مظاهره هم کړي ده.