د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند و پاک پوځي چارواکي سره ویني





نن به د پاکستان او هندوستان پوځي چارواکي د لانجمن کشمیر په سرحدي سیمه کې سره وګوري. دوی دا لیدنه له هغه وروسته کوي چې د پولې د دواړه غاړو په بریدونو کې د دواړو خواوو عسکر ووژل شول .

نننۍ لیدنه د شخړو د هوارۍ په اړه د شوې اتفاق د یوې برخې په توګه ترسره کیږي، چې په لویو جګړو د داسې نښتو د بدلیدو د مخنیوي لپاره یې کوي.

اسلام اباد ویلي د پولې له هغې غاړې بریدونو کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

نوي ډیلي هم ویلي د دوی دوه سرتیري پاکستانيو ځواکونو وژلي دي او وايي چې له یوه هندي عسکره د همالیه د غرونو په دغه لانجمنه سیمه کې سر پرې شوی دی .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG