د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا افغان پوځ ته الوتکې او هیلکوپټرې ورکوي




د افغانستان د دفاع وزیر وايي، امریکا رضا شوې چې، افغانستان ته به د ملي پوځ لپاره سي -۱۳۰ الوتکې او ايم ۱۷ هیلوکاپټرې ورکوي.

جنرال بسم الله خان محمدي دا خبرې پرون د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ کې د افغانستان د ملي امنیت شورا ته وکړې.

په دې اړه د ولسمشر حامد کرزي دفتر د بسم الله محمدي لخوا په يوه اعلاميه کې ويلي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو په وسلو د سمبالولو د بهیر په اړه یې له امریکا سره موافقه شوې ده .

د محمدي په وینا پر دې هم موافقه شوې ده چې د افغانستان د هوايي تنصيباتو کنټرول اوڅارنه خپله افغانانو ته وسپارل شي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG