د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وژل شوي ایراني مور د خپل زوی مړی لیدل غواړي



د هغه ایراني بلاګر چې په تحویل کې وژل شوی، مور یې په ایرانې چارواکو غږ کړی، چې د هغه د وژنې په اړه تحقیقات دې ولس ته وښیې. د ستار بهشتې مور ګوهر ایشغې د مشال ایرانې څانګې فردا ته ویلې، ایرانې چارواکو دې ته دا اجازت ورنکړ، چې د خپل زوی مړی وویني. هغې په چارواکو په خپل زوی د تشدد تورونه لګولي چې له وجې یې هغه مړ شوی دی.

د ایران پارلیمان په شپږمه جنورۍ د بهشتې د مرګ د پلټنو غږ کړی، پنځه دیرش کلن بهشتې د تیر اکتوبر په دیرشمه نیټه په روبت کریم کې له خپله کوره ونیول شو. چې د هغه شکایتونو څو ورځې وروستو مړ شو، چې پلټونکو یې پر هغه تشدد کړی، او د نومبر په شپږمه نیټه د بهشتې د مرګ په اړه د هغه کورنی ته وویل شو.

د هغه د وژنې په تور یو شمیر کسان نیول شوې، او د تهران د سایبر پولیسو مشر هم د خپله کاره لرې کړل شوی دې، چې د رپوټونو ترمخې بهشتې یې د خپل انټرنیټې فعالیت له وجې نیولی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG