د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر بشر ال اسد قام ته وینا کړې


د شام ولسشمر بشارل اسد نن ولس ته په خپله وینا کې ویلي ، چې اولس دې د یاغیانو پر ضد په یو ځايي راپاسي . نوموړي په څو میاشتو کې په وړومبي ځل په خپله وینا کې خپل مخالفین د القاعده د ترهه ګرو په نوم یاد کړل او زیاته يي کړه چې اولس دې ددوي پرضد په جګړه کې د هغه د حکومت مرسته وکړي.
په خپله وینا کې د امن د یو نوي عمل ذکر وکړو چې د سیوري د لاندې به يي د روغې جوړې یو قامي کانفرنس کیږي او د هیواد لپاره به یو نوې دستور جوړیږي.
اسد په داسې حال کې قام ته وینا اوکړه چې د جګړو لمن د دمشق څنډو ته رسیدلې ده.
ملګروملتونو ویلي چې د بشاراسد د رژیم پرضد پاڅون کې چې د ۲۰۱۱ کال له مارچ راهیسی پیل شوی، تراوسه تر شپیتو زرو زیات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG