د لاسرسي ځای

تازه خبر

شپږویشت افغان طالبان مو خوشې کړي دي: پاکستان


 دا په کابل کې له څرخي پله خوشي شوي طالب بندیان دي چې د یوې دستورې وروسته پیتاوي ته ولاړ دي. ۴جنوري۲۰۱۳
دا په کابل کې له څرخي پله خوشي شوي طالب بندیان دي چې د یوې دستورې وروسته پیتاوي ته ولاړ دي. ۴جنوري۲۰۱۳



اسلام آباد کې د اونيزې خبرې غونډې دوران دپاکستاني خارجه دفتر وياند معظم احمد خان وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې عالي شورا په غوښتنه تر دې دمه ۲۶ طالبان خوشې کړي دي خو دا پته نشته چې دغه کسان اوس په کوم ځای کې دي او داهم چې د امن خبرې اترې تر کومه ځاییه رسېدلې دي.

ده زياته کړه چې پاکستان په بیا بیا دا خبره کړې ده چې پاکستان به د افغانستان امن او مفاهمت په لړ کې خپل مثبت کردار ترسره کوي خو د خوشي کړل شویو طالبانو ذمه واري د افغان حکومت او سولې عالي شوره ده.

د يوې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان ته د څومره کسانو د خوشې کولو خواست شوی دی او يا دا وخت په پاکستاني جيلونو کې څومره افغان طالبان قېدان دي، وياند وویل چې دا کار د داخله وزارت دی له هغوی سره تماس ونيسی.

په وزيرستان کې په امريکايي ډرون بريد کې د وژل شويو طالب کمانډر ملا نذير د مړينې په حواله وياند وویل، چې داسې رپورټونه شته خو دی نه شي کولی د دغې رپورټونو تصديق وکړي البته د ډرون بريدونو په اړه معظم احمد خان د پاکستان د موقف ګردان وکړو چې دا د پاکستاني خاورې خلاف ورزي ده او پاکستان د دې خلاف دې.

ده زياته کړه چې په پاکستان دغه لړ کې له امرېکا سره په تماس کې دې او هيله ده چې معامله به د خبرو اترو له لارې هواره کړل شي.

د اسامه بن لادن په پاکستان کې د موجودګۍ او وژنې په اړه د پلټونو لپاره جوړ کړل شوي کمیشن د رپورټ په حواله د وياند وينا وه چې هغه ته په دې اړه څه معلومات نشته چې دغه رپورټ کې څه دي .

رياض موسه خېل
مشال رېډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG