د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس وایې باید د شام مسله په خبرو هواره شي


د روس د بهرنو چارو وزير سرګی لاوروف وايي د شام د جګړي حل لپاره د خبرو اترو موقعه اوس هم موجوده ده.

تيره ورځ په ماسکو کې سيرګې لاوروف د شام د مخالفو ګوندونو اتحادي لخوا ولسمشر بشار اسد سره له خبرو انکار ته د بند لارې نوم ورکړل او د هيواد لپاره يې د ملګرو ملتونو د څارونکي ماموريت يا مشن بيا پيلولو غږ ورکړ. لاوروف د شام لپاره نړيوال استاذي لخدار براهيمي سره کتنه کړي، د دي ملاقات وروسته براهيمي ويلي چې د شام جنګ ختمولو لپاره دوه متبادل لاري دي، لومړي سياسي بهير او دويم دوزخ.

د ماسکو پر دوره به براهيمی د روس مرستي ترلاسه کولو هڅه کوی چې د دوی تجويز ترمخه غواړي په شام کې انتقالي حکومت جوړ کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG