د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان او پاکستان کې بیګا زلزله راغلې وه


بېګا د شپې د افغانستان او پاکستان په ځینو سیمو کې زلزله راغلې ده.
د امریکا ځمکپوهنې سروې ادارې له وینا سره سم، د زلزلې مرکز د افغانستان له جلال اباد ښاره ۱۴۰ کیلومیټره لرې په ځمکه کې ۱۱۵ کیلومیټره ژور وو. د ادارې په خبره، پر رېکټر درجه د زلزلې زور ۵ اعشاریه ۸ وو. زلزله کابل، جلال اباد، پېښور، مردان، کوهاټ او ځینو نورو سیمو کې محسوسه شوې ده. د زلزلې له کبله د مرګ ژوبلې یا مالي تاوان رپورټ نه دی راغلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG