د لاسرسي ځای

تازه خبر

حنا رباني کر به سعودي عرب ته ځي


د باکستان بهرنو چارو وزیره حنا رباني کر
د باکستان بهرنو چارو وزیره حنا رباني کر


د پاکستان خارجه دفتر وياند معظم احمد خان وايي خارجه وزيرې حنا رباني کر ته د سعودي عرب خارجه وزير د دورې بلنه ورکړېده او په دغه غرض به نوموړې د جنورۍ په لومړۍ نېټه سعودي عرب ته ځي.

د ده په خبره حنا رباني کر به خپله دوره کې د سعودي عرب مشرانو سره ويني او ورسره به په خپل منځي چارو سلا مشوره او خبرې کوي.

دخارجه وزيرې د سعودي عرب دورې په اړه چې مشال رېډيو د خارجه چارو د کارپوه او پېښور پوهنتون کې د بين الاقوامي زدکړو څانګې د مشر ډاکټر اعجاز خټک نه تپوس وکړو نو هغه وويل چې د پاکستان او سعودي عرب ډېرې نزدې اړيکي دي او ان چې سعودي عرب د پاکستان کورنيو معاملو کې هم ډير کردار لري.

د ده په خبره دواړه ډلې ممکنه ده چې د طالبانو په اړه او دغه لړ کې پېرس کې شوې ملاقاتونو باندې خبرې وکړي ، دغه رنګ له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتو په چارو او دې سره سره د ايران او پاکستان په تعلقاتو او پاک ايران ګېس پایپ لاین باندې هم خبرې وشي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې چې که قطر طالبانو ته خپل ملک کې د دفتر اجازت ورکول کېږي نو ولې پاکستان داسې نه کوي، معظم احمد خان وويل چې تر دې دمه پاکستان ته داسې څه درخواست نه دی شوی او نه غواړي چې د وخت نه وړاندې په دې خبرې وکړې چې هسې نه دې سره افواګانې خورې شي.

د پيرس مذاکراتو په اړه د ده وينا وه چې لا تر دې دمه د هغو مذاکراتو پوره معلومات مخې ته نه دي راغلي . ده زياته کړه چې پاکستان به د هغه هلو ځلو مرسته او حمايت کوي چې د افغانستان په صلح او ثبات تمامېږي.

رياض موسه خېل
مشال رېډيو، اسلام آباد

XS
SM
MD
LG