د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ په لروبر کې کرسمس لمانځل کېږي


پوپ بېنیډېکټ
پوپ بېنیډېکټ



کرسمس د حضرت عیسی (ع) د زوکړې دودیزه ورځ ده چې د لمانځلو په ترڅ کې یې مسیحانو خپلو خپلوانو او دوستانو ته سوغاتونه ورکړل او د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې ماشومان د سانتا کلاوس ( سنت نیکولاس) د ورتلو په انتظار وو.

دا د فلسطین بیت الحم سیمه ده چې عیسی ع په کې زوکړی وو
دا د فلسطین بیت الحم سیمه ده چې عیسی ع په کې زوکړی وو


زرګونه مسیحیان د فلسطین د بیت لحم ښارګوټي په هغه سیمه کې را غونډ شوي ول، چې ویل کېږي عیسی (ع) هلته زیږیدلی وو.

د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو ستر مذهبي مشر پاپ بېنیدېکت شپاړسم د واتیکان په سېنت پيترز بسیلیکا کې د کرسمس د ماښام په ځانګړو مذهبي مراسمو کې ګډون وکړ.


په نړۍ کې د یونیم ملیارد رومن کاتلولیکانو کلیسا په منځني ختیځ کې د سولې لپاره دعا وکړه او خبر داری یې ورکړ ، چې افراطي ډلو ته باید اجازه ورنکړل شي، چې له دینه سو استفاده وکړي.

د فلسطینی ادارې مشر محمود عباس او صدراعظم سلام فیاض تیره شپه د عیسی مسیح په اصلي ټاټوبي بیت لحم کې د ناټیویټي (Nativity) په کلیسا کې د کرسمس د ماښام په مراسمو کې حاضر وو.

د بیت المقدس د رومن کاتولیکې کلیسا لوي مشر فواد طوال د خلکو هرکلی وکړ او ویویل: (موږ دې مقدسې خاورې ته ستاسې او ستاسې د کورنیو د راتګ هرکلی کوو، له خوشحالۍ او برکت ډک کرسمس درته غواړو. هغو کسانو ته ، چې له بیت لحم څخه زموږ د خوشحالۍ د جشن سیل کوي، خپلې نېکې وړاندې کوو. په ځانګړي ډول هغو کسانو ته ډاډ ورکوو، چې زموږ په دې ګډه دعا کې له موږ سره مله نه دي او خپل ځان لرې ګڼي، موږ هغوی ته په خپلو دعاګانو کې د زړه له کومې سوکاله، له رحمتونو او روغتیا ډک نوی کال غواړو.)

په پاکستان کې عسیایان کرسمس لمانځي
په پاکستان کې عسیایان کرسمس لمانځي


په پاکستان کې د عیسویانو ټولنې د شدیدو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د کرسمس اختر لمانځلی دی. داسې ویره وه ، چې ښايي اسلامپالي سخت دریځي د دې مراسمو د تخریب لپاره حملې وکړي.
په پاکستان کې خوا شا درې فیصده وګړي عیسایان دي.

په کراچۍ کې د د سېنټرل بروکس مېموریېل کلیسا مشر ایمانویل ویکتور وویل ، چې د کرسمس پيغام د سولې او مینې پیغام دی.

ده وویل : کله چې موږ د ورورۍ، سوکالۍ، همکارۍ ، مساواتو او ګډ سفر خبره کوو نو د خدای پيغام دا دی ، چې تاسي باید له نورو سره داسې مینه ولری لکه له ځان سره . تاسی باید له خپلو ګاونډیو سره هغومره مینه ولری لکه له ځان سره ، همدا د کرسمس پيغام دی.

په کابل کې د ناټو تر قومانده لاندې یو شمیر بهرني عسکر تیره شپه د کرسمس د لمانځلو لپاره د کابل نړیوال هوايي ډګر ته نږدې، په یوه مرکز کې را غونډ شوي وو .

دوی د کلیسا په ځانګړو مراسمو کې برخه واخیسته او د کرسمس لپاره تیار شوي خواړه یې سره وویشل .

په افغانستان کې نړیوال سوله ساتي ځواکونه کرسمس لمانځي
په افغانستان کې نړیوال سوله ساتي ځواکونه کرسمس لمانځي


امریکايي عسکر ترینت سوتلون وايي، په افغانستان کې شرایط فرق کوي، بیا هم دومره څه وو ، چې دی یې د درلودلو په خاطر شکر پرځای کړی.

ده وویل : واضح ده ، چې د داسې رخصتيو موسم د دې لپاره خاص خوند لري، چې سړی کولای شي له خپلې کورنۍ او ملګرو سره وخت تیر کړي. واضح ده ، چې دلته شرایط فرق لري ، تاسی زموږ حالت درک کولای شی. خو حتی له دې سره هم داسی ډير شیان شته چې سړی ورته وګوري او په خاطر یې د خدای شکر پر ځای کړی. دا چې دلته بیلا بیل ولسونه سره را غونډ شوي ، او هر یو په خپل ډول جشن لمانځي او په خپل وړ زینتي کارونه کوي، ډیر خوندور ماحول یې رامنځ ته کړی .

د ناټو تر قومانده لاندې دې عسکرو د کرسمس لپاره د ګډو سندرو ویلو یو پروګرام هم جوړ کړی وو .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG