د پاکستان د پنجاب له ملتان څخه د تښتول شویو دوو بهرنيانو په اړه یوه ویډیو خپره شوې ده.
په ویډیو کې یوازې یو کس چې ځان جرمن ښيي ښودل شوی او هغه د خپل هیواد له مشرانو د ده د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
دا سړی خپل نوم برنډ میولنبیک ښيي او وايي، وسله والو دی د جرمني د سیاسي تګلارې له وجې تښتولی دی.
مشال ريډيو ته په رسېدلې ویډیو کې جرمن وګړی وايي، د ده د خلاصولو له پاره دې حکومت د وسله والو غوښتنې ومني.
په ۵۲ سيکنډه دې ويډيو کې نه خو تښتوونکي ځان ښودلی او نه يې هم خپلې غوښتنې واضحه کړي.
د ۲۰۱۲ز کال د جنورۍ پر نولسمه د پاکستان له ملتانه دوه بهرنیان مرستندویه کار کوونکي تښتول شوي ول چې په کې یو جرمن او بل اېټالیوی ښودل شوی وو.
ویډیو لاندې وګورئ: