د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما، جان کیري د بهرنیو چارو وزیر په توګه نومولی



واشنګټن - د امريکا ولسمشر باراک اوبامه د ډيموکرېټک ګوند سېنېټر جان کیري د بهرنیو چارو د وزير د څوکۍ له پاره نومولی دی.


اوبامه دا علان د جمعې پر ورځ سپينه ماڼۍ کې وکړ:

((زه فکر کوم دا به عادلانه وي که وويل شي چې د جان کیري په څېر لږ کسان داسې دي چې دومره [بهرني] ولسمشران او وزير اعظمان پېژني، يا هم زموږ بهرنۍ پاليسي دومره په ژوره توګه درک کوي. دا ټکى [کیري] يو مناسب انتخاب جوړوي، څو په راتلونکو کلونو کې د امريکا ډيپلومېسي رهنمايي کړي.))

که چېرې سېنټ د دې منظوري ورکړه نو کیري به له هيلري کلنټن څخه د بهرنیو چارو د وزارت څوکۍ واخلي.

د دې څوکۍ له پاره جان کېري تر هغې څو ورځې وروسته نومول شوی چې په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيري سوزان رايس د بهرانېو چارو د وزير د څوکۍ له پاره له لېسټه خپل نوم لرې کړ.

پر رایس په کانګرس کې سختې نيوکې شوې وې.

کارپوهان وايي، کیري به په سېنټ کې د خپلو همکارانو له خوا په اسانۍ سره د تاييد رايه واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG