د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې ۱۱ کسان وژل شوي دي


په بلوچستان کې له ايران پولې سره نږدې په پوټان سيمه کې يولس کسان د ناڅرګنده وسله والو په ډزو وژل شوي دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو چارواکي وايي چې دا پيښه پرون د جمعې په ورځ ماسپښين هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې په دريو موټرو کې سواره کسان په غېرقانوني توګه ايران ته د مزودرۍ لپاره اوړېدل چې ناڅرګنده وسله وسله والو پرې ډزې وکړې ،
د ګوادر سيمې د لیوي چارواکي وايي د وژل شوؤ کسانو مړي د ګوادر سرکاري روغتون ته وړل شوي دي.

د پېښي پړه لا هم کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG