د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسي پارلمان نوی بل


د روس پارلمان په غوڅ اکثريت سره پرون يو بل منظور کړو، چې له مخې يې امريکايي وګړي نه شي کولاى روسي ماشومان د اولاد په توګه خپل کړي.

دغه بل د امريکا د هغه قانون په ځواب کې وړندې کړل شوی، چې له مخې يي امريکا پر هغو روسي وګړو بنديزونه ولګول چې ګومان کېږي له بشري حقونو په سرغړونو کې ښکېل دي.

د مګنڅکي په نامه طرحه تېره اوونۍ د امريکا د ولسمشر بارک اوباما له خوا لاسليک شوه، چې د قانون بڼه يې خپله کړه.

دې طرحې ته ځکه دا نوم ورکړل شوى، چې د سرګي مګنڅکي په نامه يو روسي وکيل په ٢٠٠٩م کال کې په زندان کې تر سخت جسماني تشدد وروستو مړ شوی وو.

د دې لپاره چې د اولاد په توګه د ماشومانو د منلو بل د قانون بڼه خپله کړي او بيا يې ولسمشر لاس ليک کړي، د روس د پارلمان د مشرانو جرګې تاييد ته هم اړتيا لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG