د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ترهګر پاکستان له نورې نړۍ پرېکول غواړي"



د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين
د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين


غلام غوث مشال ريډيو

پيښور:- د ګوزڼ څاڅکي ورکولو په ښځینه ټيمونو له تازه بريدونو روستو د پښتونخوا حکومت ژمنه کړې ده چي د پوليو په لړ کي به هم د پښتونخوا حکومت د تره ګرۍ مقابله کوي او دا به يقيني کوي چي د پوليو وېکسين هر يو ماشوم ته ورسېږي او د هيواد وګړي له سفري بنديزونو خوندي کړل شي-

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين مشال ريډيو ته وويل چي د پوليو په ټيمونو د دي تازه بريدونو مقصد پاکستان له نورې نړۍ پرېکول دي-

نوموړي وويل((نن دنيا فيصله کړې،اقوام متحده پرېکړه کړې چي کومو خلکو ته د ګوزڼ یا پولیو څاڅکي نه وي ورکړل شوي او په بدن کې یې د پولیو وایرس وي، هغوی له خپله وطنه بهر نه شی تلای. نو ښکاره خبره ده چې د نورو هېوادونو خلک به هم د ګوزڼ وایرس له وېرې زموږ هېواد ته نه راځي. هغه څوک چې د پولیو څاڅکو پر ضد دي دا په اصل کې زموږ د وطنوالو پر ضد دي او موږ له نړۍ څخه پرېکول غواړي. زموږ شناخت ختموي، موږ په هر محاذ د تره ګرۍ مقابله کړې او کوو به یې))-

بلخوا د روغتیا نړيوالي اداري((WHO په پاکستان کي د پوليو لپاره مشر ډاکټر الياس دري مشال ريډيو ته وويل چي د پوليو په ټيمونو روستي بريدونه د انديښنې وړ دي خو د صحت نړيواله اداره به د پوليو په لړ کي د پاکستان په شا ولاړه وي او دا به يقيني کوي چي د پاکستان هر يوه ماشوم ته د پوليو څاڅکي ورسي-

نوموړي وويل(( دا قسمه واقعات به د پاکستان حکومت او د صحت نړيواله اداره د پاکستان ماشومانو ته د پوليو پشمول د صحت اسانتياګاوو له ورکولو ونه دروي،د دغه واقعاتو پلټني رواني دي او موږ په راروان وخت کي د ويکسين ورکوونکو کارکوونکو او رضاکارانو د امنيت جاج اخلو او په دې باندې هم کار روان دي چي دا رقم واقعات په راروان وختونو کې ونه شي او د ټولنې مشران، مذهبي عالمان باید په دا لړ کي يو شي او دا د ټولو شريک مقصد جوړ شي او د هغه خلکو د دا رقم عملياتو مخه ونيول شي، چې د پاکستان ماشومانو له بنيادي حقونو او د روغتيا سهولتونه څخه درول غواړي))-

د يادوني وړ ده چي په پاکستان کي د دسمبر له ١٧م نيټي نه تر ١٩م نيټي پوري روان د ګوزڼ ضد واکسین لګولو پر ډلو د بریدونو په ترڅ کې په پښتونخوا او کراچئ کي شپږ ښځینه کارکوونکي او رضاکاراني او يو بل نارينه رضاکار او د صحت د محکمي يو ډرایيور وژل شوي دي، چې وروسته په پاکستان کې د پولیو کمپین وځنډول شو.

XS
SM
MD
LG