د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د ګوزڼ ضد کمپین درې ښځینه کارکونکې ووژل شوې




په کراچۍ کې د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکونکې ډلې درې ښځینه کارکونکي ووژل شوې. د قاید اباد تاڼې د پولیسو مشر امان الله مروت مشال ریډیو ته پر ټليفون وویل، چې نن ماسپښین په ګلشن بونیر سیمه کې نامالومه وسله والو د سېمې ماشومانو ته د ګوزڼ په ضد څاڅکو ورکونکو ښځینه کارکونکو باندې ډزې وکړې چې له امله یې دوې کارکونکې ووژل شوې ـ

یوه بله ورته پېښه د کراچۍ ښار د اورنګي ټاون په یورو بنګش کالونۍ کې مخې ته راغلې ده چې د پولیسو په خبره د ګوزڼ د کمپاین یوه ښځینه کارکونکې پکې وژل شوې او یو نارینه کارکونکی پکې ژوبل شوی دی ـ

د سند صوبې د روغتیا وزیر ډاکټر صغیر احمد نن مشال ریډیو ته پر ټليفون ویلي چې د یادو پېښو روسته یې دسند په ټوله صوبه کې د ګوزڼ څاڅکو د ورکولو کمپاین ځنډولی دی ـ

نن د کراچۍ په ګډون په ټول پاکستان کې د ګوزڼ په ضد د څاڅکو ورکولو د کمپاین دویمه ورځ ده ـ پرون هم د کراچۍ ښار په سهراب ګوټ سېمه کې د دغه کمپاین یو کارکونکې په نښه شوې وه.

XS
SM
MD
LG