د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ:د دوو رېنجر سرتېرو په ګډون څلور تنه ووژل شول





د پاکستان په لوی صنعتي ښار کراچۍ کې د بدامنۍ په تازه پیښو کې د دوه درینجر سرتیرو په ګډون څلورکسان وژل شوي دي ـ

د سېمې د پولیسو مشر شاهد حیات مشال ریډیو ته وویل، چې د ګل په شپه د سهراب ګوټ په سېمه کې نامالومه وسله والو په ډیوټۍ ولاړ رینجرو سرتیرو باندې ډزې وکړې چې له امله یې دواړه سرتیري او یو د ټریفک پولیسو افسر ووژل شو ـ

په یوه بله ورته پېښه کې د کراچۍ د بم ډسپوزل سکواډ یو سرتیری د ښار د ګلبهار په سېمه وژل شوی دی.

په کراچۍ ښار کې داوږدې مودې راهیسې د تشدد پېښې رواني دي چې د ولسي خلکو په ګډون پکې ګڼ شمیر د قانون نافذونکو ادارو سرتیري هم په نښه شوي دي.

XS
SM
MD
LG