د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا شخصي تعليمي ادارو د نوي قانون ضد لاریون




نيازاحمدخان مشال ريډيو

دملاکنډ شخصي تعليمي ادرو د خيبرپښتونخوانوي تعليمي قانون جوړولو پر ضد احتجاج کوي. د سوات مرکز مينګوره پريس کلب کې د ملاکنډ شخصي تعليمي ادارو ټولنو مشرانو په خبري کانفرنس کې وویل چې وکړو چې پښتونخوا حکومت د ضابطې ادارې په نامه نوی قانون جوړ وي چې له مخې به یې شخصي تعليمي ادرې تر خپلې عملدراۍ لاندې راوړي.

دوی وايي چې نوی قانون ورته د منلو نه دی. د شخصي سکولونو اتحادییې د خيبرپښتونخوا صدر امجد علي وویل، چې حکومت زده کونکو ته د ښه تعليم ورکولوکې ناکامه شوی دی اوس شخصي تعليمي ادرې اغېزمنوي. حکوکت د نوې قانون په رڼا کې د شخصي تعليمي اداروله چلونکو څخه داستادانو ګمارلو او لرې کولو اختیار اخلي. او که چا دا کار ونه کړ نو د شخصي تعلیمي ادارو چلونکي به جرمانه کېږي او بنديان کېږي به.

دوی وویل چې د پښتونخوا حکومت د نویو پرېکړو پر ضد به عدالت ته ځی. دتعليمي ادارو مشرانوباندې درنې جرمانې او قيد لګه ولوهم قانون جوړۍ چې دغه فيصلې به دپاکستان په عدالت کې هم چيلنج کوليږي نه، دغه رنګه يوشمير مشکلات جوړه وي او دغه قانون جوړه ولوکې دشخصي تعليمي اداروونمائنده ګان هم شامل نه دي.

دسوات شخصي تعليمي ادروومشر صفدرعلي غزيزوايي، چې یو قانون خو له وړاندې شته، چې د تعليمي بورډونو د شخصي تعليمي ادارو څارنه کوي.

دوی د حکومت هغه خبرې چې د تعلیمي نصاب او چوټيانو(رخصتیانو) په اړه دي، خو اوس صوبايي حکومت صرف په شخصي تعليمي ادارو کې سياسي مداخلت غواړي او نورې فایدې پورته کولو له وجي دغه قانون جوړوي، او دوی هیڅکله دغه نوی قانون ونه مني او خپل احتجاج به کوي.

د خيبرپښتونخوا د تعليم وزيرسردار حيسن بابک له مشال راډيو سره د شخصي تعلیمي ادارو د احتجاج په اړه وویل، چې حکومت د آیین له مخې حق لري چې د تعليمي اداروله پاره قانون جوړکړي او دا کتل غواړي چې په شخصي تعليمي ادرو کې کوم خلک څه ډول ښوونې ورکوي.

نوموړي زیاته کړه چې د استادانو د نوکریو ضمانت هم ضروري دی او بله دا چې د دوی احتجاج بې ځایه خبره ده.

دشخصي تعليمي اداروومشران وايي، چې داحتجاج په توګه به په اتم دسمبر دملاکنډ ډيوژن ټولې شخصي تعليمي ادارې بندې وي، دوی وايي، چې په خيبرپښتونخوا کې ۳۰ زره تعليمي ادرې د صوبې سلګونه زره زدکونکو ته معياري زدکړې ورکوي او که چرې حکومت د نوي قانون په باب د دوی دریځ وانه وريدلی نو دوی به نوراحجتاج هم کوي.

XS
SM
MD
LG