د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د پرمختګ پر ځاي شا ته درومي. نواز شریف


د پاکستان د مسلم ليګ ن ډلي مشرميا نواز شريف
د پاکستان د مسلم ليګ ن ډلي مشرميا نواز شريف



د پاکستان مسلم ليګ ن ډلي مشرميا نواز شريف په مر دان کې وييلي دي چې دا ډيره ښه خبره ده چې اسمبلي خپله ائيني موده پوره کوي ، ميا نواز شريف خبري غونډي ته پخپله وينا کې د پاکستان په موجوده حالاتو انديښنه وښودله او یې ويل چې پاکستان د پرمختګ پر ځای شاتګ کوي او پر پخواني پوځي مشرانو یې هم نيوکې وکړې –

نواز شريف په مر دان کې د خبري کانفرنس پر مهال ووویل چې په پاکستان کې دا ډيره ښه خبره ده چې موجوده اسمبلياني خپله پنځه کلنه آئيني موده پوره کوي او د پاکستان مسلم ليګ ن ډله په دې باور لري چې حکومتونه دې د ولس د ووټ له لارې بدليږي رابدلېږي.

(موږ د جمهوریت لپاره قرباني ورکړې ده او دا مو اصولي سياست دی او هم دا مو نظريه ده، او زه به چرې هم په خپل ژوند کې له دې نظرییې پر شا نه ځم)-

ميا نواز شريف خبري غونډي ته وویل چې هېواد یې د پرمختګ پر ځای پر روان دی: ( څومره د افسوس خبره ده، موږ ورځ په ورځ پر شا روان يو، روزانه نړيوال راپورونه راځي چې پاکستان په اداري فساد کې په اووم نمبر دی او دا راپورونه هم راځي چې پاکستان په نړۍ کې تر ټولو خطرناک هيواد ګرځيدلی دی، او پاکستان په نړۍ کې دوست نه لري، او دلته څوک راتګ نه خوښه وي ځکه چې دلته حالت ډير خراب دي، او په بهر هيوادونو کې د سفر لپاره د استقبال په ځايونو حکومتونه خپل ولسي وګړو ته وایي چې پاکستان ته په سوچ او فکر ځۍ ځکه چې هلته حالت سم نه دي)-

د پاکستان د موجوده حالاتو په لړ کې ميا نواز شريف د پاکستان د فوځ پر پخواني مشر جنرال پرويز مشرف پشمول پر نورو پخواني فوځي مشرانو نيوکې وکړې- ميا نواز شريف وويل( د عوامو د ووټ چرې هم خيال نه دی ساتل شوی، ولس يو چا ته ووټ ورکړي او دوه کاله وروستو د هغه حکومت ختم شي، چا له پانسي ورکول کېږي، څوک په زندان کې اچول کېږي او څوک له هيواده بهر شړل کېږي)-

د ميا نواز شريف د مردان د دورې پرمهال خواجه محمد خان هوتي سره د خپلو نورو ملګرو له تحريک انصافه په مسلم ليګ ن ډله کې د شمو ليت اعلان هم وکړو- په تېر یو نیم کاله کې هوتي دا دریم پارټۍ ده چې بدلوي. تر مخکې په عوامي نېشنل پارټۍ کوو او تر هغه مخکې په پیپلز ګوند کې وو.

غلام غوث مشال راډيو پېښور پښتونخوا

XS
SM
MD
LG