د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي مرستیال وزیر له پاکستاني وزیر سره لیدلي


د امريکا د بهرنيوو چارو وزارت مرستيال تامس نايډز او د پاکستان د خزانې وزير عبدالحفیظ شيخ د تجارت او اقتصادي همکاريو پر پراخولو خبرې کړي.

د امريکا د بهرنيوو چارو د وزارت له خوا په يوه خبرپاڼه کې راغلي چې واشنګټن کې شوي دې ملاقات کې د پاکستان د اقتصاد د ښه کولو په لړ کې د امريکا ځينې کارونو باندې رڼا واچول شوه.

د خبر پاڼې ترمخه همدې لړ کې د دواړو ملکونو د نورو چارواکو په ملاقاتونو کې د افغانستان او مرکزي ايشيا سره د پاکستان تجارتې هلې ځلې هم وستايل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG