د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله د ټولو جینکو لپاره د تعلیم حق غواړي





د اینډیپینډنټ ورځپاڼې په دې مقاله کې راغلي چې کله د وسله والو طالبانو لخوا په ملاله دبرید خبر خور شو نو په نتیجه کې یې ټولې نړۍ ته یو ډېر جذباتې پیغام لاړې، چې یوه څوارلس کلنه بې ګناه ماشومه باندې صرف ددې له وجې حمله کیږي چې هغه د خپلو حقونو داحترام غوښتنه کوي.

ورځپاڼه لیکی د ملالې سره چې څه وشو نو په هغې باندې دنړۍ لخوا د غم او غصې څرګندونه یوه ښکاره خبره ده. خو په دې وخت کې هغه پیغام هیرول نه دي په کار چې ملالې ټولې نړۍ ته د رسولو هڅه کوله یعنې دا چې جینکو ته دې د خپل ژوند او مستقبل په حقله د فېصلو اختیار ورکړل شي.

ورځپاڼه لیکي چې په دنیا کې هرکال لس میلیونه کم عمره ماشومانې واده کیږي. چې د ملګرو ملتونو د اندازې ترمخه په راتلونکو لسو کلونو کې دا شمیره ۱۴ ملینه ته پورته کیدلې شي. او دې لړ کې د ټولو نه اولنۍ مسله دا را پیدا کیږي چې جینکۍ دتعلیم نه بې برخې پاتې شي او په کم عمر کې د بچو پالنه هم ورپغاړه شي او دا راز خپل ماشوم توب یې نیمګړې پاتې شي.

ورځپاڼه لیکي په کم عمر کې دجینکو د ودونو دویمه مسله دا ده چې پکې زیاتره د ماشوم د بیدایش په وخت ژوند لاسه ورکړي، خو د کومو جینکو چې د شلو کلونو نه بره عمر کې واده وشي نو د ماشوم د پیدایش په وخت دهغوي د مرګ امکان کم شي. او دهر ډول حالاتو د مقابلې توان هم لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG