د لاسرسي ځای

تازه خبر

"شییعه ګان په پرله پسې توګه ځورول کېږي"




فارن پاليسي امريکايي مجله په يوه مقاله کې ليکي، ديارلس سوه کاله مخکې د حضرت امام حسين او حضرت امام حسن له وژنې سره سم د مسلمانانو تر مينځ د حکومتي نظام پر سر اختلافات راپورته شول، چې مسلمانان يې په سني او شییعه ډلو ووېشل.

د مقالې په ليکنه، دا مهال په ګرده نړۍ کې شییعه ګان د تشدد د پېښو ښکار دي، په تېره د محرم په شپو ورځو کې، چې دوئ د دواړو امامانو په شهادت وير کوي.

مقاله په تېر محرم کې په پاکستان کې د تشدد د پېښو د مخ نيوي په هدف د دې هېواد د حکومت د اقداماتو يادونه کوي چې وايي، له امنيتي پلوه په زياتو حساسو سيمو کې د موټر سايکل په سورلۍ بنديز ولګول شو، شییعه جماتونو ته نيږدې لارې وتړل شوې او د ملک په پنځوست ښارونو کې د موبايل ټيليفونونو سيګنالونه قطع کړای شول.

مقاله کاږي، سربېره پر دې چې د پاکستان ولسمشر او د پوځ اکثره جګپوړي چارواکي له شیيعه مسلک سره تړاو لري، په دې هېواد کې د شییعه ګانو پر وړاندې د اسلامي افراطي ډلو حملې په تېرو کلونو کې زياتې شوي دي.

فارن پاليسي په هند کې جوړې د شخړو د حلولو د يوې ادارې د شمېرو تر مخه وايي چې، په پاکستان کې د ۲۰۰۹ م نه واخلې تر ۲۰۱۲ م کاله پورې موده کې ۲۰۹ وګړي د فرقه ييزه تشدد په پېښو کې وژل شوي دي، او ۴۲۵ تنو بيا د ۲۰۱۲ م کال په اوږدو کې په هغو حملو کې ژوند له لاسه ورکړی چې په دغه هېواد کې موجود مذهبي عدم برداشت ورته لمن وهلې ده.

د بشر د حقونو د څار د نړيوالې ادارې شمېرې بيا ښايي چې په دغه وژل شويو کې لږ تر لږه ۳۲۰ کسان له شییعه مسلک سره د دوئ د تړاو له کبله په نښه شول.

د پاکستان په کوټه ښار کې د سولې او پرمختګ لپاره د کارکونکې ادارې يو تن نصر الله باريش فارن پاليسي مجلې ته ويلي چې مخکې به يوازې په محرم کې شییعه ګان په نښه کېدل، خو اوس د نوموړي په خبره، په ټول ملک کې د دوئ پر ضد حملې کېدل يو معمول جوړ شوی دی.

مجله د تېرې عاشورا پر مهال د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې په شییعه ماتميانو د شويو بمي او ځان مرګيو بريدونو په يادولو سره په کراچۍ کې د جناح انسټيټيوټ په نوم د يوې څيړنيزې ادارې د مشر رضا رومي په حواله وايي چې، د دغو حملو عاملين نه نيول کېږي او دا چې له شییعه مسلمانانو سره بې عدالتي کېږي.

د فارن پاليسي مقالې په اخره کې راغلي، رومي هم د پاکستان د ګڼ شمېر خلکو په څېر نا اميده نه دی او وايي چې په دې هېواد کې به د مذهبي اقليتونو پر ضد روان ظلم له مينځه لاړ شي.

XS
SM
MD
LG