د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر تر انقلاب وروسته


د قاهرې آزادۍ څلورلاره بیا د لاریونو په یو مرکز اوښتې ده
د قاهرې آزادۍ څلورلاره بیا د لاریونو په یو مرکز اوښتې ده


په واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کې د مصر د اوسنۍ وضعې او د تازه مظاهرو په اړه یوه لیکنه خپره شوې ده. په لیکنه کې راغلي، اوس به مالومه شي چې په دې هیواد کې به د ولسمشر پلویان اسلامپاله خلک او که نه سیکولر مصریان د هیواد د نظام په ټاکلو کې بریالي کېږي؟



واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، د پخواني مصري مشر حسني مبارک پلویانو، او د بشري حقونو هغو فعالانو چې د نوموړي د اوږدې مودې رژیم نسکورولو له پاره پاڅېدلي ول، هیڅ کله دا په خوب کې هم نه ول لیدلي چې یو ځل بیا به هم هغه نارې وهي.

خو د تېر زیارت (پنجشنبې) پر ورځ د ولسمشر محمد مورسي هغه پرېکړه چې تقریباً د مطلق واک تر لاسه کولو له پاره یې وکړه، د هیواد سیکولر خلک یې متحرک کړل.

په مصر کې اسلامپاله خلک د مورسي پلویان دي او سیکولر یې پر ضد پاڅېدلي دي. ورځپاڼه لیکي، د دوی تر منځ دا اختلاف به دا مالومه کړي چې تر انقلاب وروسته په مصر کې به څوک بریالي کېږي.

د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د عدلیې پر کمزوري بغاوت سربېره د مورسي دفتر وویل چې پر خپلو پرېکړو به ولاړ پاتې وي. مورسي همدا راز، خپل نوی پراخ شوی واک هم وکاراوه او د فرمان په وسیله یې د مزدورانو ځینې قوانین بدل کړل.

په هیواد کې د بې ثباتۍ له اشارو سره سم، د مصر د ونډو بازار د مورسي تر اعلان وروسته شا و خوا ۱۰ فیصده وغورځېد یانې تاواني شو. دا تر انقلاب وروسته تر ټولو لوی اقتصادي تاوان دی.

د مورسي اخوان المسلمین او د ده مخالفان پلان لري چې د سه شنبې (نهې) پر ورځ به د ملاتړ او مخالفت لاریونونه کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، دا به د دواړو ډلو د طاقت ازمېښت وي.

په مصر کې په راتلونکو میاشتو کې نوی ایین هم منظورېږي او د قاهرې تحریر څلور لاره چې د مبارک لرې کولو ډګر وو، په دې وروستیو ورځو کې یو ځل بیا د ازادیپالو سیکولرانو او د هغو کسانو چې دوی نا پوهه بولي، د مظاهرو مرکز ګرځېدلی دی.

په مصر کې یو شمېر قاضيانو او څارنوالانو ګواښ کړی دی چې هړتال به وکړي، او له دې سره سم مصر په یوه داسې بحران اخته شوی دی چې د انقلاب ډیموکراټیکو ارمانونو ته به خطر ورپېښ کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، په هیواد کې د وېش کرښې خو د انتخاباتو پر وخت ښکاره شوې وې چې محمد مورسي، احمد شفیق ته په ډېرو کمو رایو ماته ورکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG